۰

امریکا: طالبان دې د عفوې پر ژمنه عمل وکړي

چهارشنبه ۱۰ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۳۱
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ وایي، طالبان دې د عفوې پر ژمنه عمل وکړي.
امریکا: طالبان دې د عفوې پر ژمنه عمل وکړي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس ویسټ وایي، طالبان دې د عفوې پر ژمنه عمل وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ دغه څرګندونې په تازه ټوېټ پیغامونو کې کړې او ویلي یې دی، چې له طالبانو سره دوحه کې دوه ورځنۍ خبرې چې په مهمو مسایلو په کې بحث وشو پای ته ورسېدې.

نوموړي زیاته کړې، په مذاکراتو کې پر ترهګریزو ګواښونو، امنیتي مسایلو، د افغانانو پر تګ راتګ او افغانانو پر حقونو خبرې شوې دي.

د هغه په وینا په افغانستان کې د ځينو امنیتي پېښو په اړه اندېښنه لري او د بشري حقونو د څارونکو ډلو راپورونه د اندېښنې وړ دي.

دی وايي، طالبانو ته په کار ده چې د عفوې پر ژمنه عمل وکړي، له هدفي بریدونو ډډه وکړي او هغه مسوولین تر پوښتنې لاندې راولي چې په وروستیو کې یې په هدفي بریدونو کې لاس لرلی وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي