۰
امریکا ځانګړی استازی:

واشنګټن د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاست اندېښمن دی

چهارشنبه ۳ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۰۷
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، واشنګټن د افغانستان په اړه د اسلام آباد او اسلام آباد د واشنګټن د سیاست په اړه اندېښنې لري.
واشنګټن د افغانستان په اړه د پاکستان پر سیاست اندېښمن دی
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي توماس وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، واشنګټن د افغانستان په اړه د اسلام آباد او اسلام آباد د واشنګټن د سیاست په اړه اندېښنې لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وېسټ پرون سه شنبې د لیندۍ ۲ مه امریکا غږ سره په مرکه کې زیاته کړې، دغه اندېښنې کله کله د واشنګټن او اسلام آباد تر منځ د نظر اختلاف لامل هم شوې دي.

بل خوا وېسټ دا هم زیاته کړې، داسې نښې نه لیدل کېږي، چې روسیه او چین دې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.

نوموړي ټینګار کړی، چې که روسیه او چین دا کار و هم کړي، خو امریکا به طالبان په رسمیت ونه پېژني.

د امریکا ځانګړي استازي د افغانستان د کنګل شویو پیسو او خراب اقتصادي حالت په اړه ویلي، دوی له وړاندې واضح کړې وه، چې که طالبان د زور له لارې واک ته ځان ورسوي، چې همداسې وهم شول، نو مرستې به پرې بندې شي.

ده ویلي، چې د افغانستان د پیسو بندښت د امریکا اجرائیه قوې اقدام نه دی او دا انګېرنه چې په رسنیو کې کېږي ناسمه ده، ځکه د افغانستان دغه باڼه ګنډلي قانوني او قضايي ستونزې لري نو ځکه له یوه بانکي حساب څخه بل ته نه شي لېږدول کېدای.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي