۰

د ډالرو څلورمه کڅوړه هم افغانستان ته ورسېده

پنجشنبه ۲۵ قوس ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۴
مرکزي بانک اعلان وکړ، چې دوی د ملګرو ملتونو د ۲۰ میلیون ډالرو نغدي مرستې څلورمه کڅوړه هم تر لاسه کړې ده.
د ډالرو څلورمه کڅوړه هم افغانستان ته ورسېده
مرکزي بانک اعلان وکړ، چې دوی د ملګرو ملتونو د ۲۰ میلیون ډالرو نغدي مرستې څلورمه کڅوړه هم تر لاسه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مرکزي بانک پرون ناوخته یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه ویلي، چې دوی پرون د ۱۹.۲ میلیون ډالرو کڅوړه تر لاسه او د افغانستان نړیوال بانک ته وسپارله.

دغه بانک وایي، دوی په ټول توان هڅه کوي، چې په هېواد کې د فقر او بې وزلۍ مخه ونیسي او خلکو ته یې ډاډ ورکړي، چې ډېر ژر به بانکي سیستم سم او د خلکو اسعاري اړتیاوې به پوره شي.

همدارنګه مرکزي بانک خلکو ته ډاډ ورکړي، چې ټولې هڅې کوي، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانستان ثبات تر مطلوب حد پورې وساتي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي