۰

آلمان خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه ایستلي دي

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۷
د المان دفاع وزرات اعلان کړی، چې دوی خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه ایستلي او وروستی سرتېری هم له دغه هېواد څخه وتلی دی.
آلمان خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه ایستلي دي
د المان دفاع وزرات اعلان کړی، چې دوی خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه ایستلي او وروستی سرتېری هم له دغه هېواد څخه وتلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، دوی خپل ماموریت په بریالي توګه او له سختیو ډکو شرایطو کې په افغانستان کې پای ته رسولی دی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې تر ۸۰۰ په ډېرو کانټينرو کې یې خپل پوځي تجهیزات او وسایل هم بېرته المان ته لېږدولي دي.

د یادونې ده، چې المان په افغانستان کې په تېر شل کلن ماموریت کې شاوخوا ۵۹ الماني له لاسه ورکړي او لسګونه نور یې ټپیان شوي دي.

الماني عسکرو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د هېواد په شمال کې ماموریت ترسره کاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي