آلمان خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه ایستلي دي

9 سرطان 1400 ساعت 8:37

د المان دفاع وزرات اعلان کړی، چې دوی خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه ایستلي او وروستی سرتېری هم له دغه هېواد څخه وتلی دی.


د المان دفاع وزرات اعلان کړی، چې دوی خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه ایستلي او وروستی سرتېری هم له دغه هېواد څخه وتلی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه وزارت ویلي، دوی خپل ماموریت په بریالي توګه او له سختیو ډکو شرایطو کې په افغانستان کې پای ته رسولی دی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې تر ۸۰۰ په ډېرو کانټينرو کې یې خپل پوځي تجهیزات او وسایل هم بېرته المان ته لېږدولي دي.

د یادونې ده، چې المان په افغانستان کې په تېر شل کلن ماموریت کې شاوخوا ۵۹ الماني له لاسه ورکړي او لسګونه نور یې ټپیان شوي دي.

الماني عسکرو د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د هېواد په شمال کې ماموریت ترسره کاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140239

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140239/

جمهور
  https://www.jomhornews.com