د ډالرو څلورمه کڅوړه هم افغانستان ته ورسېده

25 قوس 1400 ساعت 9:24

مرکزي بانک اعلان وکړ، چې دوی د ملګرو ملتونو د ۲۰ میلیون ډالرو نغدي مرستې څلورمه کڅوړه هم تر لاسه کړې ده.


مرکزي بانک اعلان وکړ، چې دوی د ملګرو ملتونو د ۲۰ میلیون ډالرو نغدي مرستې څلورمه کڅوړه هم تر لاسه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مرکزي بانک پرون ناوخته یکشنبې د لیندۍ ۲۴ مه ویلي، چې دوی پرون د ۱۹.۲ میلیون ډالرو کڅوړه تر لاسه او د افغانستان نړیوال بانک ته وسپارله.

دغه بانک وایي، دوی په ټول توان هڅه کوي، چې په هېواد کې د فقر او بې وزلۍ مخه ونیسي او خلکو ته یې ډاډ ورکړي، چې ډېر ژر به بانکي سیستم سم او د خلکو اسعاري اړتیاوې به پوره شي.

همدارنګه مرکزي بانک خلکو ته ډاډ ورکړي، چې ټولې هڅې کوي، چې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانستان ثبات تر مطلوب حد پورې وساتي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 145737

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/145737/

جمهور
  https://www.jomhornews.com