د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر په تازه څرګندونې کې ویلي، چې دوی له افغانستان خپل یو شمېر دیپلوماتان ایستلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جي شنکر زیاته کړې، چې دغه هندي دیپلوماتان یې کندهار کې د هند له قونسلګرۍ څخه ایستلي دي.
نوموړي ویلي، د دغه دیپلوماتانو ایستلي موقتي دي او تر اوسه پورې قونسلګري تړل شوې ده او چارې به د ځایي کارکوونکو په مرسته مخ ته وړي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، په افغانستان کې د سولې او امنیت له راتګ سره په بشپړه توګه همکاري کوي او د دې غوښتونکي دي چې په دغه هېواد کې روانه جګړه ژر تر ژره ختمه کړل شي.
د یادونې ده، چې هند تر دې وړاندې هم ټینګار کړی و چې په افغانستان کې به یې ديپلوماتیک ماموریت دوام کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل