د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له خپل ایراني سیال حسین امیر عبدالهیان سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي شنکر او عبدالهیان لیدنه د مونیخ امنیتي کنفرانس په څڼډه کې شوې او دواړو لورو په افغانستان کې د تل پاتې ثبات لپاره د یوه پراخ بنسټه حکومت غوښتنه کړې ده.
د دغه ناستې په اړه نور جزیات نه دی ورکړل شوي، خو هند او ایران تر دې وړاندې هم ټینګار کړی، چې افغانستان کې باید یو ټول شموله حکومت جوړ شي.
د افغانستان اسلامي امارت وايي، د دوی حکومت ټول شموله دی او نور به هم پراخ شي خو په وینا یې د چا په سپارښتنه حکومت نه جوړي.
اسلامي امارت په واضح توګه ویلي، چې که له پراخ بنسټه څخه د ځينو هېوادونو موخه دا وي، چې پخواني ازمویل شوې سیاسي څېرې دې بیا په حکومت کې ځای کړل شي، هېڅ امکان نه لري.
جمهورخبري آژانس:کابل