د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر مسکو ته د سفر پر مهال تهران کې ښکته شوی او د ایران له منتخب ولسمشر رییسي او بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف سره یې لیدلي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جي شنکر پرون چهارشنبې د چنګاښ ۱۶ مه له رییسي او ظریف سره لیدلي خو د غوندې د ناستې جزیات یې نه دي په ډاګه شوي.
جي شنکر پر داسې مهال د ایران له ولسمشر او بهرنیو چارو وزیر سره وکتل، چې پرون ایران د افغان سیاسیونو او طالبانو د پلاویو کوربه هم وو.
د دغه پلاویو د ناستې جزیات هم تر اوسه نه دي په ډاګه شوي، خو د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي، دا غونده د ایران په نوښت د باور جوړونې او سولې مذاکراتو د بیا پیل په اړه وه.
باید و ویل شي، چې په افغانستان کې وروستیو حالاتو هند هم اندېښمن کړی او په همدې موخه یې د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر تر ایران وروسته مسکو ته تللی دی.
هندوستان ټایمز ورځپاڼې پرون ولیکل چې ښاغلی شنکر مسکو ته د تهران له لارې سفر کوي چې د افغانستان پېښې هم د خبرو برخه دي.
جمهورخبري آژانس:کابل