۰

پکتیکا کې د طالبانو یو والي وژل شوی او بامیانو کې یې یو ولسوال ټپي شوی

شنبی ۱۲ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۳۵
امنیتي چارواکو د پکتیکا ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي والي د وژل کېدو او د بامیانو د یوې ولسوالۍ لپاره د نومول شوي ولسوال د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.
پکتیکا کې د طالبانو یو والي وژل شوی او بامیانو کې یې یو ولسوال ټپي شوی
امنیتي چارواکو د پکتیکا ولایت لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي والي د وژل کېدو او د بامیانو د یوې ولسوالۍ لپاره د نومول شوي ولسوال د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پکتیکا ولایت لپاره نومول شوی طالب والي محمد عیسی له خپلو ملګرو سره یو ځای د دې ولایت د خوشامند ولسوالۍ په هستې سیمه کې وژل شوی دی.

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد د طالب والي د وژل کېدو خبر رد کړی دی.

بل خوا د بامیان امنیتي چارواکي وايي، په کهمرد ولسوالۍ کې یې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د بامیانو امنیه قومانداني ویلي، د طالبانو د سرې قطعې جنګیالیو له دریو لوریو په پل اشپشته سیمه کې پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، خو د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ او مات شول.

دغه قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په ځوابیه برید کې د یکه ولنګ ولسوالۍ لپاره طالب ولسوال ملا خوشدل، مولوي عزیز حنظله او درې تنه نور طالبان سخت ټپیان او یو تن یې وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي