۰
لاس انجلس ټایمز:

راتلوونکو څو ورځو کې به اخیري امریکايي سرتېری هم له افغانستانه ووځي

چهارشنبه ۹ سرطان ۱۴۰۰ ساعت ۱۱:۵۴
لاس انجلس ټایمز ورځپانې له افغانستان د امریکايي سرتېرو وتلو په اړه یوه مقاله کې ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به وروستۍ امریکایي سرتېری هم له دغه هېواده ووځي.
راتلوونکو څو ورځو کې به اخیري امریکايي سرتېری هم له افغانستانه ووځي
لاس انجلس ټایمز ورځپانې له افغانستان د امریکايي سرتېرو وتلو په اړه یوه مقاله کې ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به وروستۍ امریکایي سرتېری هم له دغه هېواده ووځي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مقاله کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوله ویل شوي، یوازې یو څو ورځې پاتې دي، چې وروستۍ امریکايي سرتېری به هم له افغانستانه ووځي.

دغه قوماندانۍ  تېره اوونۍ يې ویلي و چې تر پنځوس فیصده زیاته کډه یې له بګرامه ټوله کړې او پاتې کار هم ژر پای ته رسوي.

په مقاله کې د امریکايي چارواکو له خولې ویل شوی، چې د ټولو سرتېرو د وتلو لړۍ به تر راتلونکې یکشنبې پورې بشپړه شي.

په ورته وخت په مقاله کې دا هم ویل وشي، چې افغان ځواکونه به د طالبانو او نورو ډلو پر وړاندې د جګړې په هدف د بګرام چارې پرمخ وړي.

د مقالې د لیکوال په وینا، په بګرام هوايي اډه کې د الوتکو درې لوی تمځایونه، یو د کنټرول بُرج او نورې ګڼې ودانۍ شته.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني دفاع وزارت اعلان کړی، چې دوی خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه ایستلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي