لاس انجلس ټایمز:

راتلوونکو څو ورځو کې به اخیري امریکايي سرتېری هم له افغانستانه ووځي

9 سرطان 1400 ساعت 11:54

لاس انجلس ټایمز ورځپانې له افغانستان د امریکايي سرتېرو وتلو په اړه یوه مقاله کې ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به وروستۍ امریکایي سرتېری هم له دغه هېواده ووځي.


لاس انجلس ټایمز ورځپانې له افغانستان د امریکايي سرتېرو وتلو په اړه یوه مقاله کې ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به وروستۍ امریکایي سرتېری هم له دغه هېواده ووځي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې مقاله کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوله ویل شوي، یوازې یو څو ورځې پاتې دي، چې وروستۍ امریکايي سرتېری به هم له افغانستانه ووځي.

دغه قوماندانۍ  تېره اوونۍ يې ویلي و چې تر پنځوس فیصده زیاته کډه یې له بګرامه ټوله کړې او پاتې کار هم ژر پای ته رسوي.

په مقاله کې د امریکايي چارواکو له خولې ویل شوی، چې د ټولو سرتېرو د وتلو لړۍ به تر راتلونکې یکشنبې پورې بشپړه شي.

په ورته وخت په مقاله کې دا هم ویل وشي، چې افغان ځواکونه به د طالبانو او نورو ډلو پر وړاندې د جګړې په هدف د بګرام چارې پرمخ وړي.

د مقالې د لیکوال په وینا، په بګرام هوايي اډه کې د الوتکو درې لوی تمځایونه، یو د کنټرول بُرج او نورې ګڼې ودانۍ شته.

دا په داسې حال کې ده، چې د جرمني دفاع وزارت اعلان کړی، چې دوی خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه ایستلي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 140255

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/140255/

جمهور
  https://www.jomhornews.com