حکومت په فاریات کې د والي پر سر د راولاړې شوې ستونزې د حل لپاره نوی سرپرست والي معرفي کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې په یوه خبرپانه کې ویلي، د ولایت پخوانی مرستیال عبدالمقیم راسخ اوس د ولایت د سرپرست والي دنده مخ ته وړي.
یادې ادارې زیاته کړې، چې دا کار د راولاړو شویو ستونزو د حل او د خلکو د غوښتنې له مخې شوی دی.
د یادونې ده، چې حکومت څه موده وړاندې نقیب الله فایق د فاریاب له والي توبه لرې او پر ځای یې محمد داود لغماني والي مقرر کړ.
خو ځايي خلکو د حکومت له دغه پرېکړې سره مخالفت وکړ او ولایت ته یې د والي د ورتګ سره سم په لاریونو لاس پورې کړ او د ځینو دولتي ادارو دروازې یې تړلې.
جمهورخبري آژانس:کابل