ولسمشر محمد اشرف غني وايي، افغانستان د سقوط په مرحله کې نه دی، ځکه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه له هېواد څخه د بشپړې دفاع وړتیا لري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګنونې پرون جمعه د وري ۲۷ مه ماښام د نظامي ګنجوي نړیوال مرکز په غونده کې چې د اذربایجان حکومت له خوا پلازمېنه باکو کې د ویډیويي کنفرانس له لارې جوړه شوې وه وکړې.
ښاغلي غني خپلو خبرو کې د سولې پروسې، د امریکا او ناټو ځواکونو د وتلو پرېکړې او اغېزو او همداراز د سیمه ییزې همپالنې او اتصال په اړه خبرې وکړې.
نوموړي تر سپټمبر پورې د امریکايي ځواکونو وتلو په اړه د بایډن د پرېکړې بیا درناوی او ټینګار یې وکړ، چې د دغه بهیر په ترسره کېدو کې به لازمه همکاري وکړي.
د ښاغلي غني په وینا دې پرېکړې د افغان ولس هغه اندېښنې رفع کړې، چې بهرني ځواکونه وځي که پاتې کېږي خو افغانستان لا هم له یوې خوا د سولې پروسې نوي روایت، سیمه ییز اتصال او همکاریو او له بلې خوا له سیمې ورهاخوا د تروریستي او جرمي شبکو پر وړاندې قرار لري.
افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې د تروریزم او جرمي شبکو څخه د رامنځته شوي بحران مدیریت لپاره باید له افغانستان سره د تېر په څېر همکاري دوام ومومي.
ولسمشر دې ته په اشارې چې طالبان دې یا سوله ومني او یا به یې هم پر ضد مبارزه دوام کوي و ویل«زموږ خلک له ۴۲ کلونو راهېسي سولې ته د رسېدو له مشروع حق څخه محروم شوي دي، سوله ییز او له تاوتریخوالي او جنګ پاک افغانستان، د پاکستان او سیمې د ټولو هېوادونو په ګټه دی.»
ښاغلي غني د دې په بیانولو سره چې د سولې لار نقشه پر درې ستنو اوربند، د تلپاتې او عادلانه سولې پر تامین او د ټاکنو پر ترسره کولو ولاړه ده زیاته کړه، چې سولې ته د رسېدو به خاطر چمتو دی د واک موده رالڼد او له وخت وړاندې ټاکنې وکړي.
خو په ورته وخت کې دا هم و ویل، چې افغانستان د سقوط په مرحله کې نه دی، امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپلواک ډول د هېواد د دفاع وړتیا لري او له څو کلونو راهېسي ۹۴ سلنه عملیات په خپلواک ډول ترسره کوي.
ښاغلي غني په اقتصادي برخه کې د ټاپ، ټاپې، کاسا زر او فایبر اپټیک شبکې په څېر د سترو سیمه ییزو پروژو پلي کول د افغانستان او سیمې هېوادونو خلکو د ژوند شرایطو د ښه والي لپاره ګټور وبلل.
د هغه په وینا پخوا افغانستان ته په وچه کې راګېر هیواد په سترګه کتل کېدل، خو اوس له فرصتونو د ډګ او د مرکزي اسیا شپږم هیواد بلل کېږي.
ولسشمر زیاته کړه، چې افغانستان د نظام جوړولو پړاو کې قرار لري، د ډیجیټلي کېدو پر لور د حرکت په حال کې دی، د مدنې ټولنې، ښځو، علماو او ځوانانو شبکې د ولسواک نظام په پیاوړتیا کې بارز رول لري او له هېواده بهر د افغان متخصصینو رول هم ځانګړی ارزښت لري.
افغان ولسمشر د خپلو خبرو پای کې د سولې پروسې، استانبول ناستې، په سولې پروسه کې د ښځو د رول، سیمه ییز اتصال او سترو زېربنایي پروژو په اړه د ګډونوالو پوښتنې ځواب کړې او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته یې پر افغانستان د بین المللي ټولنې پر لازیات تمرکز ټینګار وکړ.
جمهورخبري آژانس:کابل