افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د خلکو اقتصادي وضعیت ته په کتو د کرونا د درېیمې څپلې له امله په خلکو سخت بندیزونه نه لګوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني له خلکو غوښتي، چې د کرونا مهارولو لپاره د عامې روغتیا وزارت روغتیايي لارښونې مراعت کړي.
ولسمشر د کرونا دریمې څپې اړوند په یوه ویډيویې پیغام کې ویلي، دې څپې د هند غوندې سترو هېوادونو روغتیايي سیستم ننګولی او په وینا یې اوس افغانستان هم د دې ویروس له ګواښ سره مخ دی.
ولسمشر غني له نړیوال بانک او د واکسینو د تدارکاتو په برخه کې له چین او نورو هېوادونو سره د خبرو یادونه هم وکړه.
هغه ټینګار وکړ چې افغان حکومت له خپلې بودیجې هم د واکسین اخیستلو په لټه کې دی.
د یادونې ده، چې اوسمهال دا ویروس په افغانستان کې د سخت او چټک خپرېدو په حال کې دی او له کبله یې یو شمېر روغتونونه د اکسیجن له کموالي سره مخ دي.
جمهورخبري آژانس:کابل