افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو او ټلیفوني مکالمو لوړې بيې او د ټيټ کیفیت انټرنټي خدمات وړاندې کول د منلو نه دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون سه شنبې د چنګاښ ۸ مه د دولتي او خصوصي مخابراتي شرکتونو مسوولینو سره په ناسته کې کړې دي.
په دغه غونډه کې د عریض بانډ فعالیتونو او څلورم نسل (4G) خدماتو د ښه والي او راډيويي فریکونسۍ مزایدې د پرمختګ او د دغه سکتور د ستونزو په اړه هم خبرې وشوې.
غونډه کې د اتر رییس عمر منصور انصاري و ویل، که څه هم ۱۳۹۹ کال کې د ۳۰۸ مخابراتي ټاورونه په جګړه کې ویجاړ شوي، خو د مخابراتي شرکتونو په عوایدو کې زیاتوالی راغلی او د موبایل او عریض بانډ مخابراتي خدماتو او د انټرنیټ د بانډویټ تقاضا لوړه شوې ده.
د مخابراتي شرکتونو مسوولینو خپلې ستونزې او راتلونکي اهداف مطرح او په افغانستان کې يې د پانګونې لپاره خپله ژمنه تازه کړه.
ولسمشر غني په افغانستان کې د مخابراتي شرکتونو له پانګونې مننه وکړه او د هغوی پر شفاف حساب ورکولو یې ټینګار وکړ.
ښاغلي غني ویلي، په هیواد کې د مخابراتي خدمتونو او ټلیفوني مکالمو لوړې بيې او د ټيټ کیفیت انټرنټي خدمات وړاندې کول د منلو نه دي.
ولسمشر ټینګار کړی، چې دولت به ډیجيټلایزېشن په پوره معنی تطبیقوي چې له امله به یې پانګوالو ته زیات فرصت برابرېږي او دې برخه کې د شرکتونو باکیفیته خدماتو وړاندې کولو ته اړتیا ده.
ولسمشر زیاته کړه، چې اترا اداره د ډیجيټالي ایکوسیستم يوه مهمه برخه ده او باید د ایکوسیستم ټول غړي سره له نږدې کار وکړي، ترڅو په دې برخه کې وضعیت لا بهتر شي.
جمهورخبري آژانس:کابل