د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ناروې له بهرنیو چارو وزیرې مېرمن اینه اریکسون سوریده سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي عبدالله او مېرمن روریده خبرې پرون دوشنبې د کب ۲۵ مه د ویډیويي کنفرانس له لارې شوې دي.
د ملي روغې جوړې عالي شورا په خبرپاڼه کې ویلي، دواړو لورو د سولې د هڅو او د افغان سولې په تړاو د امریکا متحده ایالاتو د نوې طرحې په اړه خبرې وکړي.
خبرپاڼه وايي، د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې د افغان سولې پروسې او ورستیو لاسته راوړنو څخه ملاتړ اعلان کړ.
نوموړې ویلي«علاقه مو لرله چې د ناټو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د افغان سولې په تړاو په وروستیو هڅو او لاسته راوړنو پوه شو او خوشحاله یو، چې له وروستیو بدلونونو خبره شوه.»
د ناروې هېواد د بهرنیو چارو وزیرې دا هم ویلي، هېواد یې چمتو دی تر څو په افغانستان کې د سولې ټنګښت په برخه کې کوربتوب او همکاري وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل