۰
عبدالله:

امریکا په افغانستان کې د سیاسي مشارکت په لټه کې ده

شنبی ۳۰ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۷:۵۷
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، امریکا غواړي په افغانستان کې یو سیاسي مشارکت رامنځ ته کړي.
امریکا په افغانستان کې د سیاسي مشارکت په لټه کې ده
د افغانستان د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وايي، امریکا غواړي په افغانستان کې یو سیاسي مشارکت رامنځ ته کړي.

د جمهورآژانس د خبر له مخې عبدالله د مسکو تر غوندې وروسته له رسنیو سره خبرو کې ویلي، امریکا د افغانستان د قضیې د ښکېلو لوریو سره په مشوره او روان وضعیت ته په پام هغه نظریات له افغان دولت سره شریک کړي چې، پر اساس یې باید یو سیاسي مشارکت رامنځته شي.

نوموړي زیاته کړې، امریکا په دې باور ده چې افغانستان کې د دایمي ثبات رامنځته کېدو او شفافو ټاکنو ترسره کېدو پورې وخت ته اړتیا ده نو باید له اوسنۍ مرحلې څخه د تلو لپاره یو سیاسي مشارکت رامنځته شي.

عبدالله وايي د ملي مصالحې عالي شورا چمتو ده چې سولې ته د رسېدو لپاره پر هغه طرحه بحث وکړي چې افغانان سولې ته رسولی شي.

عبدالله عبدالله د مسکو ناستې له اعلامیې هرکلی کړی او وايي په دغه اعلامیه کې د افغانستان د خلکو اساسي غوښتنې په پام کې نیول شوي او د سولې له پروسې سره مرسته کولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي