۰
ډاکترعبدالله:

نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشار راوړي، چې جګړه ودروي

سی شنبه ۵ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۵۱
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادو غوښتي، چې د سولې د راتګ او جګړو درېدو لپاره پر طالبانو فشارونه ډېر کړي.
نړیواله ټولنه دې پر طالبانو فشار راوړي، چې جګړه ودروي
د ملي روغې جوړې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله له نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادو غوښتي، چې د سولې د راتګ او جګړو درېدو لپاره پر طالبانو فشارونه ډېر کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې پرون د افغان سولې په تړاو د نړیوالې اجماع د پیاوړتیا په درېیمه غونده کې وکړې.

په دغه غونده کې ښاغلي عبدالله د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې له استازو سره پر سوله خبرې وکړې او ټينګار یې وکړ، چې نړیواله ټولنه او ګاونډي هېوادونه باید طالبان د سولې راتګ او جګړو درېدو ته وهڅوي او فشار پرې راوړي.

نوموړي په قطر کې د بین الاافغاني پڅ بهیر ته په اشارې و ویل، چې په دویم پړاو مذاکراتو کې لکه څنګه چې د خلکو او حکومت هیله او غوښتنه وه، پرمختګ ونه شو.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، چې افغانستان ته د سولې یو بې مخینې فرصت راغلی او طالبانو ته په کار ده چې له دې فرصته ګټه واخلي او بین الافغاني خبرو ته دوام ورکړي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا د امریکا د دې پرېکړې هرکلی هم وکړ، چې د افغانستان د سولې پر مسله بیا کتنه کوي او له طالبانو سره شوې هوکړه ازوي.

ډاکتر عبدالله د خپلو خبرو په پای کې یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې او ګاونډیو هېوادونو غږ وکړ، چې پر طالبانو فشارونه ډېر کړي تر څو په افغانستان کې سوله او ثبات رامنځ ته شي.

عبدالله دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې همدا پرون په قطر کې له اوږده ځنډ وروسته یو ځل بیا د مذاکراتي ټیمونو د مشرانو او غړیو تر منځ ناسته شوې ده.

دواړه لوري وايي، په دغه ناست کې ژمنه وشوه، چې خبرو ته به دوام ورکوي او د اجنډا ټیمونه به د موضوعاتو په ترتیب کار کوي.

باید و ویل شي، چې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو څه باندې میاشت وړاندې پیل شوی و خو تر دوه لومړنیو ناستو وروسته دغه بهیر په ټپه ودرېده.

طالب پلاوی د سیمې ځینې هېوادونو ته سفرونه پیل کړل او د افغان پلاوی په وینا د مذاکراتو میز یې پرېښود.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي