۰

د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړې

یکشنبه ۲۴ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۲:۳۶
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره د افغان سولې او ځینې نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو پر افغان سوله خبرې کړې
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل ترکي سیال مولود چاووش اوغلو سره د افغان سولې او ځینې نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او ښاغلي اوغلو خبرې تلېفونې دی او نن یکشنبې د کب ۲۴ مه شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دواړو وزیرانو دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا، د څو اړخیزو همکاریو پیاوړتیا، د آسیا زړه - استانبول پروسې او د ترکیې په کوربه توب د افغانستان د سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو د ترسره کېدو په اړه خبرې وکړې.

سرچینه وايي، ښاغلي اتمر د افغانستان سولې مذاکراتو راتلونکي پړاو کوربه توب لپاره د ترکيې چمتووالي څخه د یو با ارزښته او معتبر دوست او ملګري په توګه ستاينه وکړه او د غونډې د اهدافو، اجندا، برخه اخیستونکو او پایلو په اړه یې د تماسونو او سلامشورو پر زیاتولو ټینګار وکړ.

بهرنیو چارو وزیر زياته کړې، تمه کېږي د ترکیې ناسته به د اوربند خوندي کولو او د افغانانو د غوښتنې سره سم یوه سیاسي حل ته د رسېدو په لور یو مثبت ګام وي.

ښاغلي اتمر همداراز د آسیا زړه - استانبول پروسې هېوادونو د بهرنیو چارو وزيرانو نهمه ناسته د افغانستان د سولې مذاکراتو د دويم پړاو لپاره د مشورو او چمتووالي لپاره، ښه فرصت وباله.

د یادونې ده، چې د استانبول پروسې د بهرنیو چارو وزيرانو نهمه ناسته د مارچ په آخر کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې جوړه شي.

په ورته وخت د ترکيې بهرنیو چارو وزیر دوحې ته د خپل وروستي سفر او د قطر او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو سره د افغانستان د سولې مذاکراتو په اړه د لیدنې په هکله خبرې وکړې.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود ټینګار کړي، چې د ترکیې ناسته به د دوحې بدیل نه بلکه د هغې تکمیلونکي وي.

د هغه په وینا اکثریت ښکېلو اړخونو د ترکیې په ناسته کې د ګډون لپاره چمتووالی ښودلې ده او ترکیه هم د ایران او پاکستان سره د افغانستان او ترکیې په جلا جلا درې اړخیزو غونډو کې د ګډون لپاره چمتووالی لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي