۰

د بهرنیو چارو وزیر اتمر مسکو ته ولاړ

چهارشنبه ۶ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۳
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوی په مشرۍ د روسیې پلازمېنې مسکو ته ولاړ.
د بهرنیو چارو وزیر اتمر مسکو ته ولاړ
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوی په مشرۍ د روسیې پلازمېنې مسکو ته ولاړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، ښاغلي اتمر او ورسره پلاوی نن چهارشنبې د کب ۶ مه کابل د مسکو د سفر په نیت پرېښود.

د سرچینې په وینا ښاغلي اتمر به د دغه سفر لړ کې د خپل روسي سیال سرګي لاوروف او یو شمېر نورو لوړ پوړو روسي چارواکو سره وګوري.

مسکو ته د ښاغلي اتمر د سفر موخه د کابل او مسکو تر منځ د اړیکو پراختیا، د سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پیاوړي کول، په سیمه کې له ترهګرۍ او سازمان شویو جرمونو سره پر ګډه مبارزه خبرې اترې دي.

اتمر پر داسې مهال مسکو ته د سولې او دوه اړخیزه اړیکو د پراختیا په موخه سفر کوي، چې د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیرکابلوف وروستیو څرګندونو د افغان حکومت غبرګون راپارولی و.

کابلوف په دوحه کې د سولې روانې خبرې بې مانا بللې وې ویلي یې و، چې د افغانستان د ستونزې ښه حل لار د موقت حکومت رامنځ ته کېدل دي.

خو افغان حکومت د کابلوف دغه څرګندونې نه یوازې په کلکه رد بلکې ویې ویل، چې د موقت حکومت منځ ته راتګ په اصل کې د نظام د پاشل کېدو په مانا دي، چې نه هم افغان حکومت او نه هم افغان ولس ته د منلو دی.

ان ولسمشر غني و ویل، چې هغه کسان چې د موقت حکومت خوبونه وي، تېروتي ځکه په وینا یې تر چې دی ژوندی وي هغوی به د موقت حکومت مخ ونه ګوري.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي