۰

حینف اتمر د جاپان له بهرنیو چارو وزیر سره پر سوله خبرې کړې دي

چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۰۲
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل جاپاني سیال توشي میتسو موتیګي سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.
حینف اتمر د جاپان له بهرنیو چارو وزیر سره پر سوله خبرې کړې دي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر له خپل جاپاني سیال توشي میتسو موتیګي سره پر افغان سوله خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي اتمر او ښاغلي موتیګي تلېفوني خبرې پرون سه شنبې د کب ۱۲ مه شوې او دواړو په کې د افغان سولې، له افغانستان سره د چاپان پر مرستو، فساد سره پر مبارزې، او د تنسو ناکامورا یا کاکا مرد د قتل د دوسیې څېړلو او دوه اړخیزه اړیکو په اړه خبرې اترې کړې دي.

ښاغلي اتمر د جاپان د مرستو مننه کړې او خپل جاپاني سیال ته یې د افغان سولې د بهیر او د طالبانو له خوا د ژمنو نه عملي کولو په اړه معلومات ورکړي دي.

د بهرنیو چارو وزیر خپل جاپاني سیال ته ډاد ورکړي، چې افغان دولت د سولې خبرو د پرمختګ او تل پاتې سولې او ثبات لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

په ورته وخت د جاپان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان کې هدفي وژنې او ماین چاودنې په کلکو ټکو غندلې او تاوتریخوالي د کمښت او سولې خبرو د پرمختګ غوښتنه یې کړې ده.

نوموړي ویلي، چې هېواد به یې تر ۲۰۲۴ پورې له افغانستان سره خپلو مرستو او په ځانګړي ډول د کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې دوام ورکړي.

ښاغلي موتیګي له فساد سره د مبارزې تر څنګ په افغانستان کې د جاپاني اصله افغان تنسو ناکامورا یا کاکا مراد د وژل کېدو پېښې پر څېړنه هم ټينګار وکړ.

د بهرنیو چارو وزارت وايي، په پای کې دواړو لورو د کابل او توکیو تر منځ د اړیکو پر لا پراختیا او ټنګښت ټینګار وکړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي