۰
د ولسمشر دوهم مرستیال:

پر مطرح او رسنیزو څېرو او اکاډمیکو مرکزونو بریدونه د دښمن نوې دسیسه ده

شنبی ۱۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۷
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش د یوه مخکني خبریال یما سیاوش وژل کېدو ته په غبرګون کې وايي، پر مطرح او رسنیزو څېرو او اکاډمیکو مرکزونو بریدونه او حملې د دښمن نوې دسیسه ده.
پر مطرح او رسنیزو څېرو او اکاډمیکو مرکزونو بریدونه د دښمن نوې دسیسه ده
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش د یوه مخکني خبریال یما سیاوش وژل کېدو ته په غبرګون کې وايي، پر مطرح او رسنیزو څېرو او اکاډمیکو مرکزونو بریدونه او حملې د دښمن نوې دسیسه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش د سیاوش وژنه یو ناځونامردانه عمل بللی وايي، په دغه کار سره دښمن یو ځل بیا د افغانستان د رسنیو کورنۍ دردمنه کړه.

نوموړي یما سیاوش د افغانستان یو ځوان، فعاله او استعداد لرونکی خبریال وباله، چې په وینا یې نن د دښمن له خوا په شهادت ورسول شو.

ښاغلی دانش وايي، پرته له شکه چا چې سیاوش وژلی د افغانستان د پوهې، بیدارۍ، پرمختګ او خپلو پښو د درېدو دښمنان دي او غواړي په دغه ډول بریدونو او وژنو د افغان د ځوان او روڼ اندي نسل غږ چوپ کړي.

خو په وینا یې دغه دښمن باید پوه شي، چې دوی به په دغه ډول کړنو خپل هدف ته ونه رسېږي، ځکه افغانستان د بل هر وخت په پرتله روڼ اندي، باخبره او پوه ځوانان لري، او دا لار به بدلون ونه کړي.
 
نوموړي پر مهم څېرو، تحصلي، زده کړیزو او اکاډمیکو ځایونو او مرکزونو بریدونه د دښمن نوې دسیسه وبلله زیاته کړې یې ده، چې امنیتي او کشفي ارګانونه باید په دې اړه جدي پلټنې وکړي، عاملین یې ونیسي او د قانون منګولو ته یې وسپاري.

ارګ هم پر یما سیاوش برید ته غبرګون ښودلی وايي، دوی د مرکزي بانک په کارکوونکي یما سیاوش شوی برید په کلکو ټکو غندي.

د ارګ ویاند صدیق صدیقي په خپل ټوېټر لیکلي، سیاوش تازه له دولت سره کار پیل کړی و، چې نن یې پر لېږدونکي موټر چاودنه شوې او وژلی یې دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ یما سیاوش د افغانستان د رسنیو په کورنۍ کې یو ځوان، اسعتداد لرونکی او رونډی کس بللی دی.

یما سیاوش د طلوع تلوېزیون مخکنی خبریال و، چې اوس مهال یې په مرکزي بانک کې د مطبوعاتي سلاکار په توګه دنده تر سره کوله.

د یادونې ده، چې د یما سیاوش په لېږدونکي موټر نن شنبې د لړم ۱۷ مه سهار ۷:۴۵ بجې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د مرکرویانو سیمه کې چاودنه وشوه.

په دغه چاودنه کې یما سیاوش او دوه کسان نور وژل شوي او د ښوونځي یو شمېر ماشومان ټپیان شوي دي.

د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا نه دي اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي