۰
سروردانش:

د اساسي قانون له نفې کولو د طالبانو موخه د نظام پاشل دي

سی شنبه ۱۶ جدی ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۳۴
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه بهترین اسلامي اساسي قانون دی او د طالبانو دا ادعا چې دا یو غیر اسلامي قانون دي بې بنسټه او په هېڅ صورت د منلو نه ده.
د اساسي قانون له نفې کولو د طالبانو موخه د نظام پاشل دي
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، د افغانستان اساسي قانون د سیمې په کچه بهترین اسلامي اساسي قانون دی او د طالبانو دا ادعا چې دا یو غیر اسلامي قانون دي بې بنسټه او په هېڅ صورت د منلو نه ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن سه شنبې د مرغومي ۱۶ مه د اساسي قانون د ۱۷ مې کلیزې په غونده کې وینا کوله ومنله چې اساسي قانون کې تعدیل او بیا کتنې ته اړتیا شته، خو په وینا یې د طالبانو دا خبره په ټول کې بې بنسټه ده، چې ګنې دغه قانون اسلامي نه دی.

هغه و ویل«د افغانستان اساسي قانون د افغانانو د اسلامي هویت هنداره ده، دا د سیمې په کچه بهترین اسلامي اساسي قانون دی، دا چې طالبان یې غیر اسلامي بولي دا خبره له بنیاده غلته او په هېڅ صورت د منلو نه ده، اساسي قانون نه باید د سولې قرباني شي.»

ښاغلي دانش زیاته کړه، که چېرته طالبان د افغانستان اساسي قانون او تېرې اتلس کلنې لاسته راوړنې ومني نو د دوی په ګډون به یې ټول افغانان په خلاصه غېږه هرکلی وکړي.

خو په وینا یې له دې پرته هغه سوله چې د خلکو اساسي حقونه پکې خوندي نه شي هېچا ته هم د منلو نه ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د اساسي قانون له نفې کولو د طالبانو او د هغوی د ملاتړو موخه په حقیقت کې د نظام پاشل کېدل دي او د موقتې ادارې طرحه هم په همدې مانا ده.

ده و ویل«له دې طرحې موخه دا نه ده، چې یو کس دې د بل پر ځای، ځای کړل شي، بلکې موخه یې د ټول نظام او د دولت د درې ګونو قواوو حقوقي نظم له منځه وړل او له سره دولت جوړنه ده، نو ځکه موږ ته د نظام ساتل او دوام یو ضرورت دی او د اساسي قانون د لغوه کېدو خبره د ملي ګټو خلاف او د هېواد د بې ثباتۍ په مانا ده.»

ښاغلی دانش وايي، له نظام څخه دفاع د یوه کس څخه د دفاع په مانا نه ده او دا تصور چې ګنې ولسمشر د خپل قدرت د دوام لپاره  سولې پروسې مخالف دی، په کلي صورت بې ځایه او بې بنسټه ده.

دی وايي ولسمشر غني د یوې عادلانه سولې د راتګ لپاره هڅې کړې او په دې لار کې یې ملا ماتونکي فشارونه زغملي خو هېڅ وخت یې د جمهوریت څخه لاس نه دی اخیستی.

ښاغلي دانش و ویل«که له نظام څخه مراد اشخاص وي نو په صراحت سره وایم، چې ښاغلی غني او زه هر ډول قرباني ته چمتو یو، خو په هغه صورت کې، چې طالبان د نظام تداوم، اساسي قانون، ټاکنې او د تېرو ۲۰ کلونو لاس ته راوړنې ومني، موږ په همغه لحظه د یوه عادلانه ګډون لپاره په هره کړنلاره موافقه کو او خپله غېږي ورته پرانیزو.»

خو زیاتوي، که چېرې جمهوریت، اساسي قانون، شهروندي حقوق او ټاکنې د امارت یا بل هر دیکتاتور نظام قرباني کېږي نو په هغه صورت کې یې په هېڅ وجه خلک نه مني.

د ولسمشر دویم مرستیال سروردانش ټینګار وکړ، چې په اوسنیو شرایطو کې اساسي قانون هم د سیاسي نظام د پایښت او هم د خلکو د ملي انسجام د رامنځ ته کېدو ضامن دی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض



 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي