د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش د امریکا له نوي حکومته وغوښتل، چې د افغان سولې په اړه مسوولانه چلند او پر دغه بهیر بیا کتنه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن دوشنبې لړم ۱۹ مه کابل کې یوې غونډې ته وینا کوله و ویل، چې د امریکا نوی حکومت دې له طالبانو سره پر پرېکړو او سولې بهیر باندې بیا کتنه وکړي او د افغانانو ترمنځ خبرې ژر پیل شي.
دی وايي، سره له دې چې قطر کې نږدې دوه میاشتې وړاندې د سولې خبرې پيل شوي، خو دغو خبرو کې هېڅ پرمختګ نه دی شوی او جګړه لا پسې زیاته شوې ده.
نوموړي په قطر کې د سولې مذاکراتو د ځنډېدو اصلي لامل طالبان وبلل زیاته یې کړه، چې دغه ډلې لا هم په خپل دریځ کې نرمښت نه دی ښودلی او تاوتریخوالی یې زیات کړی دی.
ښاغلي دانش و ویل« حکومت څو ځلې د سولې د مذاکراتو برخه کې خپل حسن نیت وښوده، طالب بندیان یې آزاد کړل، خو هغوی د خپلو ژمنو خلاف جګړې او تاوتریخوالی زیات کړی او د سولې په خبرو کې یې ځنډ راوستی دی.»
هغه وړاندې زیاته کړه، د افغانستان حکومت د طالب بندیانو د خلاصون له امله تر نیوکو لاندی دی، ځکه چې ډېری خوشې طالب جنګیالي بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.
د ولسمشر دوهم مرستیال دا هم و ویل، چې طالبان لا هم له القاعده او نورو ترهګریزو ډلو سره اړیکې لري او په دې برخه کې یې هم خپل تعهدات نه دي عملي کړي.
ښاغلي دانش ټينګار وکړ، چې د جو بایډن په مشرۍ د متحده ایالانو له نوي جوړېدونکي حکومته غواړي، په افغانستان کې واقعیتونو ته په کتو د سولې له پروسې سره مسؤلانه چلند وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو هم له جوبایډن غوښتي چې د دوحې پر تړون پاتې شي او خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.
جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض