۰
د کندهار ارغنداب:

جګړه پای ته رسېدلې، ۳۰۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۱۷ عقرب ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۸
د افغان پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا او د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان د کندهار ارغنداب ولسوالۍ له طالبانو پاکه اعلان کړه.
جګړه پای ته رسېدلې، ۳۰۶ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د افغان پوځ لوی درستیز جنرال یاسین ضیا او د کندهار امنیه قوماندان جنرال تادین خان د کندهار ارغنداب ولسوالۍ له طالبانو پاکه اعلان کړه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دواړو امنیتي چارواکو پرون په ارغنداب کې و ویل، چې طالبان یې په بشپړه توکه له دې ولسوالۍ پاک کړي او اوس ټولې سیمې د افغان ځواکونو په لاس کې دي.

دواړو امنیتي چارواکو زیاته کړه، چې په ارغنداب ولسوالۍ کې یې طالبانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی او لسګونو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ملي دفاع وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو عملیات پای ته رسېدلي اعلان کړي وايي، په دغه ولسوالۍ کې طالبانو ته بشپړه ماته ورکړل شوې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ارغنداب ولسوالۍ کې د افغان ګډونو ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې ۲۰۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۰۶ نور ټپیان شوي دي.

دفاع وزارت وايي د افغان ځواکونو په دغه دفاعي تهاجمي عملیاتو کې د وسله والو طالبانو ګڼ شمېر وسلې او مهمات له لسو عرادو نقلیه وسایطو سره یو ځای له منځه وړل شوي دي.

د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې له هغې وروسته جګړو زور واخیست، چې وسله والو طالبانو یوه دوه اوونۍ وړاندې په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه پیل کړل.

د جګړې د شدت له امله زرګونه کسانو په داسې حال کې خپلې مېنې پرېښودې، چې د انارو حاصلات یې په ثمر راغلی و، او هغه همداسې به باغونو کې پاتې شول.

اوس د کندهار امنیتي چارواکي وايي، دغه ولسوالۍ په بشړه توګه د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې او بې ځایه شوې کورنۍ کولی شي بېرته خپلو مېنو ته وګرځي.

د چارواکو په وینا یو شمېر کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته راګرځېدلې او د افغان ځواکونو چاڼیز عملیات لا هم دوام لري.

په سیمه کې اوس لوی ګواښ د سړک د غاړې د ماینونو دی چې د ملکي خلکو د تګ راتګ لارې يې تړلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي