له افغان حکومت سره د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د طالبانو مرکچي پلاوي لپاره ټاکل شوي کسان قطر ته رسېدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین، چې اوس یې پر ځای نعیم وردګ ټاکل شوي هغه مهال له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، د طالبانو مذاکراتي ټیم د ملا برادر په مشرۍ له پاکستان قطر ته رسېدلي دي.
نوموړي زیاته کړې، چې دوی هڅه کوي ځينې رامنځته شوې تخنیکي ستونزې له منځه یوسي او د بین الافغاني مذاکراتو د پیل نېټه اعلان کړي.
د یادونې ده، چې طالبانو په خپل مرکچي پلاوی کې بدلون هم راوستی او هغه دا چې د شېر محمد عباس ستانکزي پر ځای یې مولوي عبدالحکیم ټاکل دی.
د طالبانو پلاوی چې ۲۱ غړي لري، مخکې یې مشري د عباس ستانکزي پر غاړه وه خو اوس طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویل، چې د دوی مشرتابه د ستانکزي پر ځای مولوي عبدالحکیم د مرکچي پلاوی مشر ټاکلی او ستانکزی به یې مرستیال وي.
جمهورخبري آژانس:کابل