۰

طالبان وايي، له افغان حکومت سره نه له امریکا سره خبرې کوي

شنبی ۱۹ عقرب ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۴
د مسکو تر غونډې وروسته وسله والو طالبانو ویلي، چې دوی له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه، بلکې غواړي له امریکا سره خبرې وکړي.
طالبان وايي، له افغان حکومت سره نه له امریکا سره خبرې کوي
د مسکو تر غونډې وروسته وسله والو طالبانو ویلي، چې دوی له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو نه، بلکې غواړي له امریکا سره خبرې وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو څه موده وړاندې هم ویلي، چې دوی له افغان حکومت سره نه بلکې له امریکا سره مخامخ خبرو ته چمتو دي.

په دې لړ کې دوه ځلې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو تر منځ مخامخ خبرې هم وشوې، چې وروسته یې دواړو لورو پخلی هم وکړ او ویې ویل، چې خبرې په یوه ښه فضا کې تر سره شوي.

خو اوس د مسکو تر غونډې وروسته په دغه غونډه کې د طالبانو د قطر دفتر د پلاوی مشر شېرمحمد عباس ستانکزي یو ځل بیا ویلي، چې طالبان له افغان حکومت سره خبرې نه کوي، بلکې هڅه یې دا ده، چې له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي.

ښاغلي ستانکزي د مسکو تر غونډې وروسته لوېدیو رسنیو ته زیاته کړې، چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته لا نه دي چمتو.

نوموړي ویلي طالبان غواړي له امریکا سره مخامخ خبرې وکړي او خبرې به یې هم تر ډېره له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو متمرکزه وي.

د عباس په خبره که چېرې امریکا له افغانستان د ټولو بهرنیو ځواکونو د وتلو سره موافق او د ایستلو اعلان یې وکړي، په هغه صورت کېدای شي، د سولې د خبرو په داخلي اړخ هم خبرې وشي.

طالبان دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې د مسکو د غونډې برخوالو د افغان حکومت په مشرۍ د سولې د خبرو غوښتنه او ملاتړ کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف د دغه کنفرانس په پرانستوونکې غونډه کې و ویل، چې د مسکو د غونډې هدف د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د سولې د خبرو د پیل هڅې دي.

د افغانستان د سولې عالي شورا هم وايي، د مسکو په غونډه کې ټولو ګډوالو د افغان حکومت او طالبانو تر منځ په مخامخ خبرو ټینګار وکړ او تمه ده، چې طالبان د سولې د خبرو له پاره له افغان حکومت سره مخامخ کېني.

د سولې شورا ویاند سید احسان الله طاهري وایي، ټولو ګډونوالو پر طالبانو غږ کړی چې له افغان حکومت سره دې مخامخ د سولې خبرو ته کېني څو دې کشالې ته ژر د پای ټکی کېښودل شي.

باید وویل شي، چې د مسکو غونډه پرون جمعه د لړم ۱۸ مه تر سره شوه، چې په کې د سولې د عالي شورا درې کسیزه پلاوي او د طالبانو د قطر دفتر د پلاوي په شمول د سیمې د هېوادونو لکه چین، ایران، پاکستان، ازبکستان او ترکمنستان سربېره د امریکا یو استازي هم ګډون درلود.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي