په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکولسن وايي، پاکستان د طالبان دې ته تیار کړي، چې له افغان حکومت سره سوله وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نېکولسن ویلي، له طالبانو سره یې د سولې مخامخ خبرې نه دي کړې، خو د خپلو دیپلوماتانو له لارې یې بېلا بېل هېوادونه دې ته هڅولي، چې طالبان له افغان حکومت سره سولې ته تیار کړي.
دغه امریکايي جنرال د سولې او اوربند په برخه کې د سعودي عربستان د وروستي دريځ ستاينه وکړه او په وینا یې تمه لري، چې پاکستان هم خپلې ټولې هلې ځلې د افغان سولې لپاره ترسره کړي.
د هغه په وینا د ناټو د غړو هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې تر پنځوسو زيات نور هېوادونه هم پانګه اچونه او مالي ملاتړ کوي، چې دلته سوله راشي او هم په راتلونکي کې يو شمېر نړيوال کنفرانسونه د افغان سولې لپاره جوړېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل