د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، د حکومت او طالبانو تر منځ د سولې چانس زیات دی او اوس د بین الاافغانی خبرو پر ځای او نېټه خبرې روانې دي.
د جمهورآژانس د خبر له مخې خلیلزاد په تازه څرګندونو کې ویلي، چې د سولې تر خبرو وړاندې د بندیانو خلاصون اړین دی.
خلیلزاد زیاته کړې، چې په افغانستان کې له کمکي اختر راوروسته د تاوتریخوالي اندازه په نسبي ډول کمه شوې او هیله ده، چې بالاخره به د افغانانو ترمنځ د خبرو د پیلېدو لور ته ګام واخستل شي.
هغه ویلي«موږ اوس په ښه حالت کې یو، د بین الاافغاني خبرو د پیل پر نېټه او ځای کار روان دی، هیله د دغه خبرو پر لور مخکې ولاړ شو.»
خلیلزاد دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې افغان حکومت او طالبان وايي، دوی د بین الاافغاني خبرو پیل ته پوره چمتوالی لري.
افغان حکومت وايي، د سولې د لپاره ټول اړین اقدامات کړي او لا هم جریان لري او تمه ده، چې ژر بین الاافغاني خبرې پیل شي.
په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، دوی هم بین الاافغاني خبرو ته چمتو دي، خو په وینا یې شرط دا دی، چې د طالبانو پنځه زره بندیان خوشي شي.
جمهورخبري آژانس:کابل