۰

خلیلزاد: امریکا له القاعده سره د اړیکو په اړه پر طالبانو باور نه لري

یکشنبه ۲ عقرب ۱۴۰۰ ساعت ۱۰:۰۳
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر استعفی وروسته په لومړنۍ مرکه کې ویلي، چې امریکا له القاعده سره د اړیکو په اړه پر طالبانو باور نه لري.
خلیلزاد: امریکا له القاعده سره د اړیکو په اړه پر طالبانو باور نه لري
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد تر استعفی وروسته په لومړنۍ مرکه کې ویلي، چې امریکا له القاعده سره د اړیکو په اړه پر طالبانو باور نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي زیاته کړې که څه هم دا لویه بریا وه، چې له طالبانو سره هوړه کې د القاعده نوم دوه ځلې یاد شوی، خو دا چې طالبان دې اړیکې ورسره پرېکړي، باور نه شي پرې کېدای.

نوموړي زیاته کړې، طالبانو ژمنه کړې، چې القاعده او نورو ترهګرو ډلو ته اجازه نه ورکوي، چې د دوی تر کنټرول لاندې سیمو نه پر امریکا او نورو متحدینو بریدونه وکړي.

خلیلزاد د القاعده د مشر ایمن الظواهري د ځای په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، هغه رپوټ چې ده لیدلی وايي، الظواهري ښايي افغانستان یا څېرمه سیمه کې وي، خو په خبره یې طالبانو ورته وي، دوی نه پوهېږي، چې الظواهري چېرته دی.

دی وايي، اوس هم د امریکا او طالبانو تر منځ بې باوري شته نو ځکه د دوی په خبرو باور نه شي کېدای.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي