۰

د کابل پخوانی امنیه قوماندان په وسله وال برید کې ټپي شوی دی

یکشنبه ۱۳ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۲
د کابل پولیس تاییدوي، چې د کابل پخوانی امنیه قوماندان داوود امین د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې ټپي شوی دی.
د کابل پخوانی امنیه قوماندان په وسله وال برید کې ټپي شوی دی
د کابل پولیس تاییدوي، چې د کابل پخوانی امنیه قوماندان داوود امین د ناپېژانده وسله والو کسانو په برید کې ټپي شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه تېره شپه د کابل ښار د شاه شهید په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز جمهور خبري آژانس ته و ویل، د کابل پر پخواني امنیه قوماندان داود امین د شاه شهید په سیمه کې د ناپېژانده وسله والو کسانو له خوا ډزې شوې.

نوموړي زیاته کړې، امین په پښو کې لګېدلی او ټپي شوی چې دا مهال د سردار محمد داودخان په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

فردوس وایي، برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوي، خو پولیسو په دې اړه پلټنې پیل کړې دي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي