۰

کابل کې دوه چاودنو دوه تنه ولسي وګړي ټپیان کړل

یکشنبه ۲۳ سنبله ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۵۶
د کابل پولیس تاییدوي، چې په ښار او پغمان ولسوالۍ کې د دوه چاودنو له امله دوه تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.
کابل کې دوه چاودنو دوه تنه ولسي وګړي ټپیان کړل
د کابل پولیس تاییدوي، چې په ښار او پغمان ولسوالۍ کې د دوه چاودنو له امله دوه تنه ولسي وګړي ټپیان شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنې نن یکشنبې د وږي ۲۳ مه د کابل ښارد  پنځمې امنیتي حوزې اړوند او دغه راز د پغمان ولسوالۍ د باغ دواود په سیمه کې شوې دي.

د کابل امنیه قومانداني وايي، دواړه چاودنې د سړک د غاړې اېښودل شویو ماینونو له امله رامنځ ته شوې دي.

د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، لومړی چاودنه نن سهار ۹:۰۰ بجې د کابل د پغمان ولسوالۍ د باغ داود په سیمه کې د سړک د غاړې د اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې مرګ ژوبله نه لري.

د فرامرز په وینا دویمه چاودنه سهار ۹:۳۰ بجې د پنځمې امنیتي حوزې اړوند کوټه سنګي سیمه کې د سړک د غاړې اېښودل شوي ماین له امله رامنځ ته شوې، چې دوه ملکي وګړي په کې ټپیان شوي دي.

تر اوسه د چاودنو مسوولیت چا نه دی اخیستی خو فرامرز وایي، په اړه یې پلټنې روانې دي.

د یادونې ده، چې په دې وروستیو کې په کابل ښار کې د سړک د غاړې او مقناطسي ماینونو چاودنې زیاتې شوې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي