یوناما یا د ملګرو ملتونو استازی دفتر د هرات په ګذره ولسوالۍ کې پر شیعه عبادت کوونکو برید غندلی دی.
دغه سازمان نن سه شنبه د ثور ۱۱ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره دغه برید چې له امله یې د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه اوه تنه وژل شوي او ټپیان شوي، غندلي دي.
د UNMA د بیان له مخې، "د عاملینو لپاره پلټنې او حساب ورکونې او د افغان شیعه ټولنې لپاره د محافظتي اقداماتو بیړنۍ اړتیا ده."
دا په داسې حال کې ده، چې تېر ماښام هم د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه جومات کې نامعلومو وسله والو د شیعه ګانو پر لمونځ کوونکو برید وکړ، چې په پایله کې یې ۷ تنه لمونځ کوونکي شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.
تر اوسه د دې پېښې مسوولیت چا یا کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس