د کابل پولیس تاییدوي، چې ناپېژانده وسله والو کسانو کابل ښار کې یو صراف په ډزو وژلی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن یکشنبې د سلواغې ۲۷ مه سهار شاوخوا ۸ بجې د کابل ښار د دولسمې ناحیې اړوند سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
د کابل د پولیسو د ویاند دفتر وايي، د محمد یعقوب په نوم یو لاسي صراف نن سهار د ۱۲ مې ناحیې د احمدشاه بابا مېنې د نهم بلاک په سیمه کې د نامعلومه وسله والو له خوا په ډزو وژل شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې بریدکوونکو له صراف څخه د پيسو په تښتولو هم بریالي شوي، خو پولیس د یادې قضیې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره شپه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې هم ۹ تنه په نشه يي توکو روږدي کسان په ډزو وژل شوي دي.
کورنیو چارو وزارت د دغه خبر پخلی کوي وایي، تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدلو علت، هغه کس یا کسان چې دا کار یې کړی نه دي معلوم، خو پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل