د افغانستان د ازادۍ جبهې په هرات کې پر شیعه ګانو د تیر ماښام د برید په غبرګون کې ویلي چې دا برید د طالبانو په ملاتړ ترهګرو ډلو کړی دی.
دغې جبهې نن د ثور په ۱۱مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره په هرات کې پر لمونځ کوونکو برید د نسل وژنې دوام او د بشریت ضد جنایت بللی او هغه یې غندلی دی.
د دغې جبهې په اعلاميه کې ويل شوي دي چې په تيرو وختونو کې تروريستي شبکو په افغانستان کې د خپلو بريدونو د ترسره کولو لپاره له پرمختللو لارو څخه کار اخيستى دى. خو اوس چې دوی د طالبانو د امارت له مستقيمو اکمالاتو او تجهيزاتو څخه ګټه پورته کوي، په اسانۍ سره پر ملکي وګړو بمباري کولای شي.
جبهت ازادي راډیو ته وویل، په تروریستي ډلو پورې تړلي کسان د بې ګناه او بې دفاع خلکو له ډله ییزې وژنې وروسته له کومې اندیښنې پرته د طالبانو میلمستونونو او غونډو ته ورځي او له هیڅ ډول محاکمې او انتقام څخه نه ویریږي.
د دې جبهې په وینا، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د نړیوالو ترهګرو ډلو په خوندي مرکز بدل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تېر ماښام د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه جومات کې نامعلومو وسله والو د شیعه ګانو پر لمونځ کوونکو برید وکړ چې له امله یې د لومړنیو شمېرو پر بنسټ ۶ تنه لمونځ کوونکي شهیدان او یو شمېر نور ټپیان شول.
جمهورخبري آژانس