د کابل پولیس تاییدوي، چې په ښار کې د یوې چاودنې له امله دریو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې چاودنه نن سه شنبې د زمري ۷ مه د کابل ښار د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د بادام باغ په سیمه کې شوې ده.
پولیس وايي، سهار ۷:۱۵ د پولیسو په رنجر موټر پسې چسپکي ماین چاودنه کړې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
د دوی په وینا په پېښه کې د پولیسو موټر په بشپړه توګه له منځه تللی خو په اړه یې څېړنې روانې دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل