۰

بلخ: په هوايي برید کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي

یکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۵
ملي دفاع وزارت وايي، بلخ ولایت کې بهرنیو ځواکونو پر طالبانو هوايي برید کړی او د دغه ډلې لسګونه غړي یې وژلي دي.
بلخ: په هوايي برید کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت وايي، بلخ ولایت کې بهرنیو ځواکونو پر طالبانو هوايي برید کړی او د دغه ډلې لسګونه غړي یې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، بهرنیو ځواکونو پرون شنبې د چنګاښ ۸ مه د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی دی.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه هوايي برید کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بل خوا ملي دفاع وزارت وایي، پرون د افغان ځواکونو په هوايي او زمیني بریدونو کې ۱۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي