۰

بلخ کې دوه ځانمرګي هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي

پنجشنبه ۲۷ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۷
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بلخ ولایت کې دوه ځانمرګي برید کوونکي هدف ته تر رسېدو وړاندې د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.
بلخ کې دوه ځانمرګي هدف ته له رسېدو وړاندې وژل شوي
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بلخ ولایت کې دوه ځانمرګي برید کوونکي هدف ته تر رسېدو وړاندې د افغان ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شمال کې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن پنشنبې د چنګاښ ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه بریدګر د بلخ ولایت په چهاربولک ولسوالۍ کې وژل شوي دي.

سرچینې زیاته کړې، دغه دوه ځانمرګو غوښتل، چې پر افغان ځواکونو برید وکړي، خو هدف ته تر رسېدو وروسته په نښه او و وژل شول.

په خبرپاڼه کې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ځینې سرچینې وايي، دغه بریدګر د خپلو چاودېدونکو توکو په چاودنه کې وژل شوي دي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي