۰

بلخ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه مات شوي

سی شنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۴
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بلخ کې د ځینو امنیتي پوستو د نیولو لپاره د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه مات او په شاتمبول شوي دي.
بلخ کې پر امنیتي پوستو د طالبانو بریدونه مات شوي
شمال کې د پوځ چارواکي وايي، بلخ کې د ځینو امنیتي پوستو د نیولو لپاره د وسله والو طالبانو ډلیز بریدونه مات او په شاتمبول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو نن سه شنبې د غوايي ۱۰ مه په خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو پرون د بلخ په چهاربولک ولسوالۍ کې د ځینو امنیتي پوستو د نیولو په موخه ډلیز بریدونه پیل کړل.

خو په وینا یې د افغان ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او د بلخ – جوزجان تر منځ په لویه لار دغه جګړې دوه ساعته دوام وکړ.

سرچینه زیاتوی، په جګړه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او شپږ نور ټپیان شوي، چې او د مرګ ژوبلې وروسته طالبان په شا لاړل.

د ۲۰۹ شاهین قول رادو په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي، چې په جګړه کې پنځه تنه پولیس هم سربېرن ټپیان شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي