بلخ: په هوايي برید کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي

9 سرطان 1398 ساعت 9:45

ملي دفاع وزارت وايي، بلخ ولایت کې بهرنیو ځواکونو پر طالبانو هوايي برید کړی او د دغه ډلې لسګونه غړي یې وژلي دي.


ملي دفاع وزارت وايي، بلخ ولایت کې بهرنیو ځواکونو پر طالبانو هوايي برید کړی او د دغه ډلې لسګونه غړي یې وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، بهرنیو ځواکونو پرون شنبې د چنګاښ ۸ مه د بلخ په شولګر ولسوالۍ کې پر طالبانو برید کړی دی.

سرچینه زیاتوی، چې په دغه هوايي برید کې ۴۵ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

بل خوا ملي دفاع وزارت وایي، پرون د افغان ځواکونو په هوايي او زمیني بریدونو کې ۱۲۰ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 117824

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/117824/

جمهور
  https://www.jomhornews.com