۰

بلخ کې د کابو ۹۰ سلنه صندوقونو رایې ټولې شوې

یکشنبه ۷ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۶
د بلخ د ټاکنو سیمه ییز کمېسیون چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ولسمشرۍ ټاکنو د کابو ۹۰ سلنه صندقونو رای او مواد مرکز ته رسېدلي دي.
بلخ کې د کابو ۹۰ سلنه صندوقونو رایې ټولې شوې
د بلخ د ټاکنو سیمه ییز کمېسیون چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د ولسمشرۍ ټاکنو د کابو ۹۰ سلنه صندقونو رای او مواد مرکز ته رسېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بلخ د ټاکنو د ساحوي کمېسیون مشر ایوب بیاني نن یکشنبې د تلې ۷ مه بلخ کې د یوې خبري غونډې پر مهال دغه څرګندونې وکړې خو ویې ویل، چې دا رایو وروستۍ راپور نه دی ځکه د ځینو ولسوالیو لارې سختې دي او له ځینو سره هم اړیکې پرې شوې.

نوموړي زیاته کړه، د رایو شمېرنه کې تر اوسه پورې ۵۷ زره رایې شمېرل شوي دي او د نورو سیمو څخه چې هم مواد ورسېږي ډېر ژر به وشمارل شي.

دی وایي، پرته له درې څلورو ولسوالیو د نورو ټولو ټاکنیز مواد او صندوقونه مزار شریف ښار ته رسېدلي او د شورتپه، کشین ده، زارع، چمتال او دولت آباد ټاکنیز مواد به نن مرکز ته ورسېږي.
 
په ورته وخت کې د بلخ والي اسحاق رهګذر د ټاکنو په ورځ امنیت ته په اشارې و ویل، چې طالبانو د بلخ په څلور ولسوالیو کې بریدونه تر سره کړل، خو د افغان ځواکونو له خوا دفع او خلکو په آرامه فضا کې رایه وکاروله.

نوموړي و ویل، چې د ځینو امنیتي ستونزو له امله نه یوازې په بلخ بلکې د هېواد په زیاتره ولایتونو کې د خلکو ګډون په ټاکنو کې کمرنګه وو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون همدا نن د ټول هېواد په کچه د ۲۵۹۷ مرکزونو کې د رای ورکوونکو شمېر اعلان کړ.

کمېسیون وایي په دغه مرکزونو کې یو میلیون ۵۱ زره او ۹۹۸ تنو رایه کارولې او د پاتې مرکزونو رایې به هم مرکز ته په رسېدو سره ډېر ژر اعلان شي.
جمهورخبري آژانس:بلخ
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي