۰

طالبان:امریکا منلې، چې له افغانستانه خپل ځواکونه باسي

چهارشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۳
د وسله والو طالبانو د قطر ویاند سهیل شاهین وايي، امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو خبر منلې ده.
طالبان:امریکا منلې، چې له افغانستانه خپل ځواکونه باسي
د وسله والو طالبانو د قطر ویاند سهیل شاهین وايي، امریکا له افغانستان د خپلو ځواکونو د ایستلو خبر منلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي خلک له امریکا سره په خبرو کې د پرمختګ په اړه پوښتنه کوي، چې پرمختګ شوی که نه.

دی وايي، تر دې مهم پرمختګ نشته، چې امریکا منلې خپل ټول ځواکونه به له افغانستانه باسي او د افغانستان په چارو کې به هېڅ ډول لاسوهنه نه کوي.

شاهین دا څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې امریکايي لوړپوړو چارواکو ویلي تر چې په افغانستان کې د ترهګرۍ ګواښ له منځه وړل شوی نه وي، بهرني ځواکونه به دغه هېواد کې وي.

دغه راز ناټو هم ویلي، چې د ترهګرۍ تر ختمېدو پورې به افغانستان کې پاتې وي او دا هېواد به په دغه مبارزه کې یوازې پرېنږدي.

د امریکا او ناټو چارواکو په وینا دوی نه غواړي، چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په مرکز بدل او نړۍ ته ګواښ پېښ کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي