۰

طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې نوې ګمارنې کړې دي

سی شنبه ۳۰ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۵۸
طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې یو شمېر معینیتونو او ریاستونو ته نوي مشران ټاکل دي دي.
طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې نوې ګمارنې کړې دي
طالبانو په کورنیو چارو وزارت کې یو شمېر معینیتونو او ریاستونو ته نوي مشران ټاکل دي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت پرون دوشنبې د وږي ۲۹ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا ګمارنې د چارو د غوره ترسراوي او د خدماتو وړاندې کولو په موخه کړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت کې تازه ګمارل شوي کسان، مولوي نورجلال د تعلیماتو او پرسونل معین، عبدالله خان د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین، مولوي شمس الدین منصور د پالیسي او ستراتیژي معین. مولوي زین الله د مقام دفتر لوی رییس، وزیر حقاني د پلان او اوپراسیون لوی رییس، نورالله حافظ د اطفایې لوی رییس، تورن جنرال سید نورالله مراد د ترافیک پولیسو لوی رییس، شېرمحمد شریف د سرحدي پولیسو لوی رییس، مولوي حسیب الله د ښوونې او روزنې لوی قوماندان، مولوي علم ګل حقاني د پاسپورټ لوی رییس، مولوي موسی د کورني امنیت لوی رییس، مولوي عارف الله د بهرنیو اړیکو رییس، مولوي عبدالحکیم حمدي د مطبوعاتو او عامه اړیکو رییس، انجنیر ابراهیم د مخابرې او ټېکنالوژۍ لوی رییس، قاري عبیده د وزارت د امنیتي قطعې قوماندان.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي