۰

کندهار کې د مولوي هبت الله په مشرۍ د طالبانو غونډه شوې

چهارشنبه ۳ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۲۹
طالبانو ته نېږدې سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي، چې کندهار کې د اسلامي امارت د مشر مولوي هبت الله اخندزاده په مشرۍ د طالب مشرانو مهمه غونډه شوې ده.
کندهار کې د مولوي هبت الله په مشرۍ د طالبانو غونډه شوې
طالبانو ته نېږدې سرچینو ځینو رسنیو ته ویلي، چې کندهار کې د اسلامي امارت د مشر مولوي هبت الله اخندزاده په مشرۍ د طالب مشرانو مهمه غونډه شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واک ته له رسېدو وروسته دا د طالب مشرانو لومړی ځل دی، چې د مولوي هبت الله اخندزاده تر مشرۍ لاندې غونډه کوي.

دغه سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته ویلي، لږ تر لږه د طالبانو د کابینې تر ۱۵ وزیران او نور چارواکي په کندهار کې دې ناستې ته وربلل شوي دي.

د طالبانو لومړی وزیر ملاحسن اخوند، مرستیال لومړی وزیر ملا عبدالغني برادر، د دفاع وزیر ملا یعقوب، د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني، د پوهنې وزیر، د روغتیا وزیر، د مالیې وزیر، د سوداګرۍ وزیر، د کانونو وزیر، لوی څارنوال او ځینې نور طالب چارواکي له پرون راهیسې په کندهار کې دي.

سرچینې ویلي، د غونډې مهمه اجنډا دا وه، چې ولې د ۷ میاشتو په تېرېدو سره اسلامي امارت حکومت په رسمیت نه دی پېژندل شوی او څه باید وشي، چې دغه رسمیت تر لاسه کړل شي.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې د رسمیت پېژندلو لپاره کابینه کې پر بدلون خبرې روانې دي.

له هغې راهسې چې طالبان په افغانستان کې واکمن شوي، تر اوسه هېڅ هېواد د دوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

نړۍ د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې لپاره څو مهم شرطونه ټاکلي چې د ټولګډونه حکومت جوړېدل او د ښځو او بشري حقونو بشپړ درناوی یې مهم ټکي دي، خو طالبان وايي حکومت یې ټولګډونی دی.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي