۰

طالبان: د نجونو ښوونځي به هم ډېر ژر پرانستل شي

یکشنبه ۲۸ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۱۴:۳۰
طالبان وايي، دوی د نجونو د زده کړو خلاف نه دي او ډېر ژر به د ځینو تخنیکي ستونزو په هواري سره د نجونو ښوونځي هم پرانستل شي.
طالبان: د نجونو ښوونځي به هم ډېر ژر پرانستل شي
طالبان وايي، دوی د نجونو د زده کړو خلاف نه دي او ډېر ژر به د ځینو تخنیکي ستونزو په هواري سره د نجونو ښوونځي هم پرانستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې څرګندونې د طالبانو مرستیال ویاند احمدالله وثیق له بي بي سي سره په خبرو کې کړې دي.

طالبانو ټینګار کړی، چې د ترانسپورت، جلا ټولګیو، ښځینه ښوونکو او د ستر په برخه کې د شته ستونزو هوارولو سره به د هغوی ښوونځي هم بېرته پرانیستل شي.

ښاغلي وثیق زیاته کړې، د نجونو ښوونځي هم په تدریجې ډول پرانستل کېږي او اوس مهال د دوی مشران پر دې بحث کوي چې د نجونو د زده کړو لپاره ښه چاپیریال برابر شي.

د هغه په وینا وار دمخه د کورونا او ځینو نورو مسایلو له امله د زده کړو بهیر ځندیدلی خو دوی هڅه کوي چې ژر د نجونو پرمخ هم د ښوونځیو دروازې پرانیزي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هلکانو ښوونځي پیل کړل او له ټولو زده کوونکو او ښوونکو یې وغوښتل، چې حاضر شي، خو د نجونو په اړه یې څه ونه ویل.

خو د ملګرو ملتونو کلتوري بنسټ یونسکو مشرې آودرې ازولې ویلي، ښوونځیو ته د نجونو پر ورتګ بندیز لګول د زدکړې په برخه کې د ښځو او نجونو له بنسټيز حق سرغړونه او داسې پایلې به ولري، چې جبرانول یې ناشونی وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي