۰

ولسمشر غني له امریکايي او قطري چارواکو سره پر سوله خبرې کړې دي

چهارشنبه ۱۰ دلو ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۲
ولسمشر غني په جلا جلا کتو کې له امریکايي او قطري چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې او په دې برخه کې یې د هغوی د هڅو ستاینه کړې ده.
ولسمشر غني له امریکايي او قطري چارواکو سره پر سوله خبرې کړې دي
ولسمشر غني په جلا جلا کتو کې له امریکايي او قطري چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې او په دې برخه کې یې د هغوی د هڅو ستاینه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني تېره شپه په ګلخانې ماڼۍ د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز سره لیدلي دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، مېرمن ویلز په دغه کتنه کې د امریکايي او طالب پلاو د سولې د وروستیو خبرو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت پر سوله د خبرو تر څنګ د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا پر ستراتېژۍ خبرې وکړې.

بل خوا ولسمشر په جلا کتنه کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره هم پر افغان سوله خبرې کړي دي.

ارګ وايي، په دغه کتنه کې قحطاني دواړو مشرانو ته د افغان سولې په تړاو د قطر هيواد د وروستيو هڅو او سولې برخه کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي