ولسمشر غني له امریکايي او قطري چارواکو سره پر سوله خبرې کړې دي

10 دلو 1397 ساعت 10:22

ولسمشر غني په جلا جلا کتو کې له امریکايي او قطري چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې او په دې برخه کې یې د هغوی د هڅو ستاینه کړې ده.


ولسمشر غني په جلا جلا کتو کې له امریکايي او قطري چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې او په دې برخه کې یې د هغوی د هڅو ستاینه کړې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني تېره شپه په ګلخانې ماڼۍ د جنوبي او مرکزي آسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز سره لیدلي دي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه وايي، مېرمن ویلز په دغه کتنه کې د امریکايي او طالب پلاو د سولې د وروستیو خبرو په اړه ولسمشر غني ته معلومات ورکړل.

سرچینه زیاتوي، چې په دې ناسته کې دواړو لورو د افغانانو په مشرۍ او مالکیت پر سوله د خبرو تر څنګ د افغانستان د راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو، له ترهګرۍ سره پر مبارزې او د افغانستان او جنوبي آسیا لپاره د امریکا پر ستراتېژۍ خبرې وکړې.

بل خوا ولسمشر په جلا کتنه کې د قطر د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي مطلق القحطاني سره هم پر افغان سوله خبرې کړي دي.

ارګ وايي، په دغه کتنه کې قحطاني دواړو مشرانو ته د افغان سولې په تړاو د قطر هيواد د وروستيو هڅو او سولې برخه کې د لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 112931

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/112931/

جمهور
  https://www.jomhornews.com