د طالبانو د ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت د مشر په حواله اعلان وکړ چې د یتیم طاق سمنټو د پروژې قرارداد لاسلیکولو ته لېواله دی.
د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت نن چهارشنبې (۸حمل) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ۷۷ ترکي ساختماني شرکت له مشر سره کتلي دي.
د دغه شرکت مشر وويل: زموږ شرکت لېوالتيا لري چې د يتيم طاق سمنټو پروژې قرارداد لاسليک او کار يې پيل کړي.
د طالبانو ډلې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د یتیم طاق سمنټو د تړون په لاسلیکولو کې د همکارۍ د ژمنې په ترڅ کې له دغه شرکت څخه وغوښتل چې د غوره ټولنیزو او چاپیریالي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې له ژمنو سره سم وړاندیز وړاندې کړي.
جمهور خبري آژانس