د خوړو نړیوال سازمان اعلان کړی، چې د جرمني حکومت له افغانستان سره د مرستې لپاره ۱۵ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
دغه سازمان تېره شپه د وري په ٧مه، د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دغه مرستې به د خوړو د نړيوال سازمان له لارې د افغانستان خلکو ته ورکړل شي.
د اعلامیې پر بنسټ له ۲۰۲۳ کال څخه تر اوسه پورې له افغانانو سره د المان د مرستو مجموعي اندازه ۷۸ میلیونه یورو ته رسېږي.
اعلامیه زیاتوي چې د المان نوې مرستې به د زیانمنونکو ټولنو د انعطاف او د افغان ښوونځیو زده کوونکو ته د تغذیې په برخه کې ولګول شي.
په افغانستان کې د خوراکي توکو د نړيوال پروګرام مشر هاسو وي لي وويل چې د آلمان په مرسته به د دغه پروګرام له لارې په لومړنيو ښوونځيو کې شاوخوا ۱۹۰ زره نارينه او ښځينه زده کوونکو ته غذايي خواړه برابر کړي.
ویل کېږي چې د جرمني حکومت تر ۲۰۲۲ کال پورې د افغانستان خلکو ته ۱۶۷ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
جمهورخبري آژانس